ایکنا د ډیلی صباح له قوله راپور راکړ،دغه نوي نظر سنجۍ په اساس د سویډ ۵۳فیصدي ښاریز د مقدسو کتابونو د سپکاویو مخالف،۳۷فیصده موافق او لس فیصدو نورو هم په دې اړه نظر نه دی ورکړی.
دغه نظر غوښتنه ښې چې په سویډ کې د مخکینیو دوه فیصدي نظر غوښتنې په نسبت په دغه هیواد کې د قرآن سوځونې دمخالفانو شمیر په اوڅاره توګه په زیاتیدا دی.
په سویډ کې د مقدسو کتابونو د سپکاویو دمخنیوی لپاره د قانوني چارو له اعمالیدا دعمومي ملاتړ زیاتیدا په داسې حال کې ترسره کیږي چې ددغه هیواد چارواکي دهغو مقرراتو د تصویبیدا په باب په پحث پسې دي چې دقرآن آسماني کتاب په ضد دسپکو اقداماتو مخنیوی وکړي.
دغه نظر سنجي د سویډ د یوزر دوه سوه یو نوي کسانو په ګډون سره چې په ناڅاپاپي توګه ورڅخه پوښتنې شوي دي ، د اګست له پنځلسمې تر ۲۷ نیټې پورې ترسره شوې ده .
دسویډ حکومت اوپه دغه هیواد کې د مقدسو کتابونو دسپکاویو مخالفان د قرآن کریم پشمول د مقدسو کتابونو د سپکاویو لپاره د قانوني محدودیّتونو اعمالولو او ددغه هیواد دقوانینو د بدلولو لپاره د تیارئ په حال کې دي. ددغه هیواد حکومت د روان میاشتې په پیل کې اعلان کړی ؤ چې په دغه هیواد کې د قرآن د سپکاویو دزیاتیدا د مخنیوي لپاره دعمومي نظم د قانون په ارزونې بوخت دی.
دسویډ د عدلیې وزیر ګوناراسټرومر په یوه خبری کنفرانس کې وئيلي دي، ددغه قانون په باب یو راپور به د راتلونکي کال تر جولائي پورې پارلیمان ته وړاندې شي. د سویډ دحکومت د اپوزیش ګوند مشر ماګدلنا انډرسن هم پرون وئيلي دي، چې دهغه عمومی نظم د قانون په مسودې بوخت دي چې په اساس ئې د قرآن آسماني کتاب سوځول یو نفرت خورونکی جنایت او جرم وپيژندل شي.
تیره اونۍ د ډنمارک د عدالیې وزیر پيټر هوملګارډ هم خبریالانو ته وئيلي دي چې حکومت به یوه داسې مسوده وړاندې کړي، چې په اساس ئې د یوې مذهبی ټولنې سره د اړونده مذهبی سمبولونو سره نامناسب چلند ممنوع شي هغه وئيلي دي ، ددغه قانون موخه په عمومی ځایونو کې د مقدسو کتابونو سپکاويو او سوځولو مخه نیولل دي . دغه اقدام د ډنمارک د زیاتره شخصیّتونو او د اسلامی هیوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی .